چارواکي: پکتیکا کې ۶ وسله‎وال وژل شوي او ۷ ټپیان دي

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د چهارشنبې په شپه یو شمېر وسله‌والو طالبانو د یاد ولایت د بندسردې په سیمه کې پر یوې امنیتي پوسته برید کړی دی.

چارواکي وايي چې په‎دې برید کې ۶ وسله‎وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت د رسنیز دفتره ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله‎والو یاد برید د شپې په لس نیمې بجو شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د وسله‎والو طالبانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسونو ته لوېدلې دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو د یاد برید په تړاو رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.