د ملي امنیت سلاکار وایي، ترهګر او د هغو ملاتړي په پرلهپسې توګه هڅه کوي چې افغانستان او سیمه ناامنه او د دې هېواد اړیکې له مهمو متحدینو سره خړې پړې کړي.
د ملي امنیت شورا له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمد حنیف اتمر دا خبرې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو ترهګریزو پېښو په تړاو د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار، اعلیحضرت شیخ طحنون بن زاید النهیان د خواخوږۍ پیغام په ځواب کې کړي دي.
د ملي امنیت سلاکار دغهراز زیاته کړې چې افغانستان او متحده عربي امارات، د سیمې د ټولو ګواښونو په ژور درک سره، د ترهګرو ځپل د دواړو هېوادونو د ملي امنیت ستر لومړیتوب بولي او ګډې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت سلاکار همدارنګه د افغانستان او متحده عربي اماراتو پر تلپاتې دوستۍ د بیا ټینګار تر څنګ، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ملتونو ته د سوکالۍ او ارامۍ هیله کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه میاشت وړاندې د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون حملې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.