سوریه کې د کیمیاوي وسلې مشکوکې حملې ۷۲ تنه وژلي

د سوریې د بشري حقونو د څار یوه ډله وايي چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې په یوې سیمه کې د کیمیاوي وسلو د مشکوکې حملې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۲ ته رسېدلی دی.

د وژل شویو کسانو شمېر لومړی ۵۸ تنه و.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې نن د اپرېل په پنځمه ویلي چې نیمايي وژل شوي کسان ماشومان او ښځې دي.

دې څارونکې ډلې نه‌دي ویلي چې د خان شیخون سیمه کې په پرونۍ حمله کې څه ډول کیمیاوي وسلې کارول شوي.

سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو بیا تائید کړې چې حمله کې د سارین له زهرجنو موادو کار اخیستل شوی.

په دې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر داسې وخت لوړېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پېښې د څېړلو لپاره د بېړنۍ ناستې لپاره تیاری نیسي.

د امریکا متحده ایالاتو او نورو قدرتونو د بشار الاسد رژیم د دې مرګونو عامل بللی خو روسیې چې امنیت شورا کې د ویټو حق لري له خپلې متحدې سوریې ملاتړ کړی دی.