یوې دولتي باوري سرچینې د نوم نهښودلو په شرط نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان اختر محمد او د هغه زوی او د یو شمېر نورو ملګرو سره تېره شپه له وسلهوالو طالبانو سره یوځای شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دې پخواني امنیه قوماندان اختر محمد اوس کوم رسمي دنده نهلرله خو یوازې د ځان ساتنې لپاره یو څو پولیسیې له ځان سره لرل.
سرچینه زیاتوي چې قوماندان اختر محمد تېرو کلونو کې د چورې او چهارچینو ولسوالیو د امنیه قوماندان په حیث دنده ترسره کړې وه.
په ورته وخت کې د ارزګان امنیتي چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې موږ په دې اړه پلټنې کوو.