د امریکا د الوتکو لوی تولیدونکي شرکت بوینګ له ایران سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت د ایران پر یو هوايي شرکت د ۳۰ تجارتي الوتکو د پلورلو قرارداد لاسلیک کړ.
دا قراداد چې د سې شنبې په ورځ اعلان شو، له هغې وروسته چې ډونالد ټرمپ ولسمشر شوی او پر ایرانیې نوي بندیزونه اعلان کړي لومړی دا ډول قرارداد دی.
د لاسلیک شوي قراداد له مخې به د ایران اسمان هوايي شرکت چې د دې هېواد درېيم لوی هوايي شرکت دی له بوینګ کمپنۍ څخه ۳۰ "737 MAX" ډوله الوتکې وپېري.
د ۳۰ نورو د اخیستو انتخاب هم لري.
بوینګ شرکت ویلي، ایران ته به دا الوتکې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې وسپارل شي.
په ډسمبر کې بوینګ شرکت له ایران سره د ۱۶ نیم میلیارده ډالرو په ارزښت پر دې هېواد د ۸۰ الوتکو د پلورلو قرارداد لاسلیک کړی و.
دا قراداد وروسته له هغې لاسلیک شو چې ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو توافق ته ورسېد.