تاجک پولیسو دوه کسان د دې هېواد په جنوب کې یوې پوځي محکمې ته نېږدې د چاودنې سره د تړاو په تور نیولي دي.
چارواکي وايي، په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی و.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عمر جاني امام علي د سې شنبې په ورځ د دې دوو نیول شویو کسانو د هویت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو ویېویل، د دې چاودنې په اړه څېړنې روانې دي.
امام علي زیاته کړه چې له دې پېښې سره د یوې ترورېستي پېښې په توګه چلند کېږي.
تر دې مخکې پولیسو ویلي وو، د قورغان تېپه ښار کې د مارچ په ۱۲مه نېټه یوې پوځي محکمې ته نېږدې شوې چاودنې ۶۷ کلن حسن بای رحمانوف وژلی دی.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي وو چې ممکنه ده، دې سړي خپله چې په نېږدې ښوونځي کې یې د ساتونکي په توګه کار کاوه دا چاودنه کړې وي.