غني: استرالیا څخه د افغان کډوالو په بېرته منلو بحث نه‎دی شوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، استرالیا ته د سفر په بهیر کې یې د دې هېواد له چارواکو سره له استرالیا څخه د افغان کډوالو په بېرته منلو بحث نه‎دی کړی.

د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس وايي، ولسمشر غني دا خبره د سې شنبې په ورځ یوه استرالیايي ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړه.

ښاغلي غني په دې اړه چې له استرالیا څخه افغانستان ته بېرته د افغان کډوالو په استولو راضي دی کنه؟ له تبصرې کولو ډډه وکړه.

په راپور کې ویل شوي، سلګونه کسانو چې زیاتره‌یې استرالیا کې مېشت هزاره توکمي افغان کډوال وو پرون به کانبرا کې مظاهره وکړه او د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومته‌یې وغوښتل چې د هزاره توکمو په وړاندې دې تبعیض پای ته ورسوي.

دوی همدارنګه له حکومته وغوښتل چې اجازه دې نه‌ورکوي چې استرالیا کې د هزاره کډوالو پناه غوښتنې رد شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.

افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له استرالیا سره یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ‌یې هغه کډوال بېرته مني چې استرالیا کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وي.