د روسيې صدراعظم د اداري فساد د تورونو په اړه څرګندونې وکړې

د روسيې صدراعظم دیميتري مېدوېدېف د اول وار لپاره د اداري فساد د هغو تورونو په اړه څرګندونې وکړې چې د اپوزېسيون فعالانو ورباندې لګولي دي.

مېدوېدېف پرون دا ادعاوې پوچي او بې‌معنى وبللې او زياته‌يې کړه، دغه ادعاوې چې د مخالفو اعتراض کوونکو د مظاهرو سبب شوې د خاصو سياسي اهدافو لپاره لګول شوي دي.

مخالف سياستوال او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني د روسيې رهبران په ځانګړي ډول مېدوېدېف په پراخ اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړى دى.

د روسيې صدراعظم دیمیتري مېدوېدېف پرون په تامبوف ښار کې خبريالانو ته وويل:

"د دې مسئلې ګټه هغه چا ته رسېږي، چې د داسې راپورونو او موادو د برابرولو امر يې ورکړى وي. دا خلک ځانګړي اهدف لري. همدوى دغې مسئلې ته لمن وهي. دوى غواړي وښيي چې چارواکي ناوړه چلند کوي، خو دوى خپله تر نورو بهتره دي. په بله وينا دا ټول راپورونه فلمبرداري کېږي، هغه هم د ډېرو پيسو لپاره، دا پيسې له عادي خلکو نه‎دي اخيستل شوي، بلکې ځيني تمويلوونکي شته، خصوصي تمويلوونکي چې د دې ټول جريان تر شا لاس لري. د دوى موخه دقيقاً د يوې ځانګړې سياسي نتيجې ترلاسه کول دي."

مخالف سياستوال الکسي ناوالني په روسيه کې پراخې دولت ضد مظاهرې تنظيم کړي.

وروستۍ يې لس ورځې مخکې وشوه چې په نتيجه کې د حکومت د ځپونکو اقداماتو په لړ کی ناوالني ونيول شو او په پنځلس ورځني بند محکوم شو.

ناوالني چې اعلان‌يې کړى، د ٢٠١٨ میلادي کال په مارچ مياشت کې به د جمهوري رياست انتخاباتو ته ځان کانديدوي، پر صدراعظم مېدوېدېف تور لګولى چې له خيريه ادارو او مؤسسو په استفاده له شتمنو کسانو او دولتي بانکونو پيسې ترلاسه کوي ورباندې لوکس کورونه، کښتۍ، جدايدادونه او نور قيمتي شيان رانيسي.