غني: اسټرالیا سره د افغان پناه غوښتونکو ستنولو خبر نه ده شوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د اسټرالیا له چارواکو سره يې له دې هېواد څخه د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې نه دي کړي.

د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع د سلګونو افغانانو چې استدلال کوي هېواد يې د اوسېدو لپاره ډېر خطرناک دی، مظاهرې وپارولې.

د اسټرالیا له تلوېزیون سره په خبرو کې ولسمشر غني وویل دا ډول پرېکړې دی په فردي توګه نه کوي.

خو نوموړي ونه ویل چې ایا دی له اسټرالیا څخه د رد شوو افغانانو د بېرته ستنولو ملاتړ کوي او که څنګه؟

سلګونو هزاره ګانو د تېرې سې شنبې په روځ د اسټرالیا په مرکز کانبره کې چې ولسمشر غني ترې دا مهال کتنه کوي، مظاهره وکړه.

مظاهره کونکو د هزاره ګانو پر وړاندې د تبعیض د ختمولو او له اسټرالیا څخه د رد شوو افغانانو د ویستلو د مخنیوي غوښتنه کوله.

که څه هم افغانستان په ۲۰۱۱ کال له اسټرالیا سره د هغو پناه غوښتونکو چې کیسونه يې نه دي منل شوي د بېرته ستنولو موافقه لاسلیک کړه خو تر اوسه پورې په ډېر کم داسې لیدل شوي چې له اسټرالیا څخه افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي وي.