د روسيې د اودمارتیا سیمې والي د ۲ نیم میلیونه ډالرو بډې اخیستلو په تور نیول شوی دی.
د دې قضيې د تحقیقاتي کمېټې ویلي الکسندرسولفیوف د تحقیقاتو لپاره مسکو ته راوړل شوی دی.
دغې کمېټې ویلي سولفیوف له هغو ساختماني شرکتونو څخه د بډې په اخیستلو تورن دی چې په تېرو دوو کلونو کې يې د اودمارتیا سیمې د پراختیا کارونه ترسره کړي دي.
خو تر اوسه پورې الکسندر سولفیوف په رسمي توګه نه دی تورن شوی.