فعالان: د سوريي ادلب کې ۳۵ کسان وژل شوي

فعالان وايي، د سوريې ادلب ښار کې د یوې مشکوکې کیمیاوي حملې له امله د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د ادلب په خان شیخان سیمه کې د سوريې د حکومتي او یا د روسيې د جنګي الوتکو د دې برید په نتیجه کې لسګونه نورو کسانو ته تنفسي ناروغي پیدا شوې ده.

په دې برید کې د ۹ ماشومانو په ګډون اکثره وژل شوي ملکي وګړي دي.

د سوريې حکومت تل دا ردوي چې ګواکې پوځي عملیاتو کې له کیمیاوي وسلو کار اخلي او برعکس د نظام مخالف وسله وال د کیمیاوي وسلو په کارولو تورونوي.
خو ملګرو ملتونو تائید کړې چې د سوريې حکومتي ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په ترڅ کې درې ځله له کیمیاوي وسلو کار اخستی دی.