د روسيې د روغتیا وزارت وايي، د دې هېواد د سن پیټرسبورګ ښار میټرو کې د پرونی چاودنې د قربانیانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.
په همدې حال کې د قرغزستان د امنیتي خدماتو دولتي اداره وايي چې د سن پیټرسبورګ ښار د پرونۍ حملې مشکوک برید کوونکی یو روسي تبعه دی چې په قرغزستان کې زیږیدلی دی.
د دې ادارې ویاند راحت سلیمانوف نن د مشکوک برید کوونکي د هویت د څرګندولو پر مهال وویل چې دا کس اکبر جلیلوف نومېږي چې په ۱۹۹۵ کال کې د قرغزستان په جنوبي سیمې اوش کې زیږیدلی دی.
د روسي حکومت په سن پیټرسبورګ ښار کې له پرونۍ پېښې وروسته درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی.