پلټونکي: ښايي سن پیټرسبورګ کې بم ایښودونکی خپله هم وژل شوی وي

روسي پلټونکي وايي دوی شک لري چې د سن پیټرسبورګ په میټرو کې بم ایښودونکی په خپله هم دې میټرو کې و او د چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

روسي چارواکي وايي، د مشکوک ځانوژونکې د بدن پاتې شونې په نښه شوي میټرو کې موندل شوي دي.

د تحقیقاتو فډرالي کمېټې نن وویل، دوی د انتحاري بریدګر هویت معلوم کړی خو د اوس لپاره به يې نوم په ډاګه نه کړي.

د تحقیقاتو کمېټې په یوې اعلامیه کې ویلي چاودونکي مواد ښايي د یوه کس له خوا چې د بدن پاتې شونې يې د میټرو په درېیمه ډبه کې موندل شوي دي، منفجر شوي وي.

تردې مخکې د قرغزستان چارواکو ویلي وو چې د سن پیټرسبورګ حمله کوونکی په دې هېواد کې زیږیدلی روسيي تبعه دی چې د اکبرجان جلیلوف په نوم پیژندل شوی دی.

په همدې حال کې روسيې روغتیايې چارواکي وايي، د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.