د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومي غونډه چې تر ډېره په امنیتي مسایلو څرخېده، اکثرو سناتورانو اندېښنه وښوده چې د هېواد بېلابېلو برخو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
د مشرانو جرګې د دغې ورځې د غونډې مشري دوهم مرستیال اصف صدیقي کوله او د سناتورانو له څرګندونو وروستهیې اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله څو امنیتي چارواکي وغواړي او د سناتورانو اندېښنې ورسره شریکې کړي.
نوموړی وايي:
"کومې ناامنۍ چې سرپل، فاریاب، جوزجان او ځینو ولایتونو کې دي د کورني امنیت او دفاعي چارو مشر هاشم الکوزی مکلف دی چې امنیتي چارواکي کمېسیون ته وغواړي او دا موضوع جدي مطرح کړي، موږ په کراتو دا خبره تکرار کړې چې ژمي کې باید عملیات شوي وی خو په خواشینۍ سره کله چې ولایت یا ولسوالۍ سقوط وکړي بیا قوتونه ځي."
مشرانو جرګې تر دې وړاندې ویلي چې دا مهال د هېواد پنځه ولایتونه د وسلهوالو مخالفینو لهخوا محاصره دي او په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده.
سناتور عبدالله قرلق د جرګې د سې شنبې په عمومي غونډه کې وویل چې لا هم وسلهوال مخالفین په کندز کې فعال حضور لري او که د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونهشي دا ولایت به یو ځل بیا د وسلهوالو مخالفینو لاس ته ورشي.
نوموړی وايي:
"که حکومت د کندز د امنیتي ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات ونهکړي د دې وېره شته چې دغه ولایت بیا سقوط وکړي، ځکه څلور کېلو مترۍ کې لا هم مخالفین حضور لري، دې خلکو ته ډېرې اندېښنې پیدا کړې دي."
د مشرانو جرګې په غونډه کې د نورو ولایتونو د ناامنیو تر څنګ سناتور لطفالله بابا وویل چې د ننګرهار ښار ته نېږدې سیمو کې هم امنیتي ستونزې ډېرې شوي او په وینا یې چې د وسلهوالو لهخوا ولسي خلک او قومي مشران وژل کېږي.
نوموړی وايي:
"ننګرهار کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی ان ښار ته نېږدې سیمو کې ولسي وژنې پیل شوي، قومي مشران او سپینږیري وژل کېږي، په رڼا ورځ چې رودات ولسوالۍ د ښار تقریباً په ۲۰ کېلو مترۍ کې پرته ده دوه قومي مشران د مخالفینو لهخوا وژل شوي دي."
خو د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې بېځایه وګڼلې ویېویل، دا مهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات روان دي.
ښاغلي مراد زیاته کړه:
"د امنیتي وضعیت په اړه هېڅ ډول اندېښنه نهشته د افغانستان خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري لري موږ ویلی شو چې دا مهال هلمند، کندز، بغلان، هرات، فاریاب او د هېواد ختیځ او نورو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي."
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو سناتورانو په وینا د هېواد یو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او که حکومت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونهکړي ممکن په روان کال کې امنیتي ننګونې لاپسې زیاتې شي.
راپور: ناجیه ساپۍ