د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کسبګرو د ټولنې رئیس د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په اسدالله ناچار باندې نن ماسپښن په مزار ښار کې حمله شوې ده.
که څه هم د بلخ چارواکو د نوموړي د وژنې د انګېزې په اړه بې خبري ښي، خو ښاغلی فرهاد وايي چې ناچار د ځمکې پر سر له یوشمېر کسانو سره دعوا درلوده.
دا په تېرو لسو ورځو کې دویم کس دی چې په مزارشریف ښار کې د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري وژل کېږي.