افغان امنیتي چارواکي وايي، په تېر لمریز کال کې د مخدره موادو لوی او واړه ۲۶۸۳ قاچاقبران چې نومونه یې د مافیا په تور لېست کې شامل و نیولي دي.
په کورنیو چارو وزارت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن د ۱۳۹۵ لمریز کال د راپور ورکولو پرمهال وویل چې په نیول شویو کسانو کې ۲۰ پولیس، ۱۷ د ملي اردو سرتېري او ۶۷ ښځې شاملې دي:
"د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۵ کال کې توانېدلي د مخدره موادو ۱۵ لوی نړیوال قاچاقبران چې نومونه یې په تور لېست کې شامل دي ونیسي."
ښاغلي احمدي زیاته کړه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېر لمریز کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال ښې لاس ته راوړنې درلودې.