کاکړ: ارزګان کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي

ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د یادې لوا قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ نن سي شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ یو شمېر سیمو کې د افغان هوايي ځواک اوتوپ په بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې بریدونو کې ۱۹ وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی کاکړ وايي دیادو بریدونو پرمهال يې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې

او درنې وسلې هم له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د خالد په نوم دغه پوځې عملیات

له تېرو اووه ورځو راهیسي پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.