د هلمند ولایتي شورا د هوانوردۍ له ریاسته د پروازونو غوښتنه وکړه

د هلمند ولایتي شورا د افغانستان د هوانوردۍ له لوی ریاست څخه د پروازونو غوښتنه وکړه.

اته میاشتې کېږي چې د ناامنیو له امله د هلمند مرکز لښکرګاه ته خصوصي شرکتونو خپل پروازونه بند کړي دي.

که څه هم د لښکرګاه پر شااوخوا ناامنۍ دوام لري، خو د دفاع وزارت اړوند نظامي الوتکې هره اوونۍ لښکرګاه ته الوتنې کوي.

په دې وروستیو کې د لښکرګاه اوسېدونکي کندهار ته ځي او د هغه ځایه د هېواد بېلابېلو سیمو ته د الوتکو د لارې سفر کوي.

د بشپړ راپور اورېدو لپاره د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي چمتو شوی راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي داعي راپور