ماین پاکۍ مؤسسه: د افغانستان پر ۲۰ سلنه ځمکه خښ شوي ماینونه شته

ماین پاکۍ مؤسسه وايي تر ۲۰۲۳ به افغان خاوره په بشپړه توګه له ماینونو پاکه شي

په افغانستان کې د ماین پاکۍ هغه مؤسسې چې لا هم فعالیت لري وايي، د افغانستان ټوله خاوره به تر ۲۰۲۳ میلادي پورې په بشپړه توګه له ماینونو پاکه شي.

د «اېم. ډي. سي» د ماین پاکولو مؤسسې مشر شهاب حکیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت وویل، افغانستان کې د ماین پاکۍ د کورنیو او بهرنیو مؤسسو د فعالیتونو په نتیجه کې د افغانستان ۸۰ فیصده ځمکه له ماینونو پاکه شوې او هڅې روانې دي چې پاتې ځمکه‌یې هم له ماینونو پاکه شي.

د «اېم. ډي. سي» د ماین پاکولو د مؤسسې مشر شهاب حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"۲۰ فیصده کار پاتې دی، هیله‌مند یو چې راتلونکو پنځه-شپږ کلونو کې دا کار هم پای ته ورسېږي. د دغې ساحې مساحت له ۶۰۰ څخه ۷۰۰ کېلو متر مربع پورې دی چې د هېواد د ۲۵۰ ولسوالیو سیمې دي او شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسېږي چې باید پاکې شي."

د ښاغلي شهاب د معلوماتو له مخې افغانستان کې د ماین پاکۍ د یو شمېر بهرنیو مؤسسو په ګډون لسګونه کورنیو مؤسسو هم له څه باندې ۲۷ کلونو راهیسې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې په میلیونونه ماینونه کشف او له‎منځه وړي دي.

افغان چارواکي او د ماینونو متخصصین وايي، دغه ماینونه افغانستان کې شوروي پوځونو د خپل شااوخوا ۱۰ کلن یرغل په موده کې خښ کړي چې له امله‌یې لسګونه زره افغانان وژل شوي او لسګونه زره معلول شوي دي.

دغه‌شان ویل کېږي چې اوس هم د افغان حکومت د مخالفینو له‎خوا ځینو سیمو کې ماینونه خښ شوي دي.

د افغانستان پر عامو خلکو سربېره، ماینونو دې موده کې د ماین پاکۍ ګڼ شمېر ماهرین او کار کوونکي هم وژلي دي.

د «اېم. ډي. سي» د ماین پاکۍ مؤسسه وايي، د ماین پاکۍ په ۲۷ کلنه موده کې ۲۰۰ د ماین پاکۍ کارکوونکي وژل شوي او ۵۰۰ نور یې ټپیان دي.

د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، ماینونو د دوی زرګونه څاروي هم له‌منځه وړي دي.

د دې هېواد خلک له ماینونو څخه ناوړه خاطرې لري او له افغان حکومت، د ماین پاکولو له مؤسسو او نړیوالې ټولنې هیله کوي چې په ګډو مالي او تخنیکي مرستو دې ژر تر ژره د افغانستان ټوله ځمکه له ماینونو پاکه کړي څو پاتې افغانان ځینې خوندي پاتې شي.

صاحب ګل منګل چې کلونه مخکې ماین چاودنې معلول کړی ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې ټپیان شوي یا معلول شوي، په بد حالت کې ژوند کوي، خدای دې ځینې نور مسلمانان وساتي، دولت هم ورته په ښه نظر نه‌دي کتلي، ډېری معلولین په نشه‎یي توکو روږدي شول، ډېرو ځانونه ووژل ځکه چې کور ته‌یې نفقه نه‎شوه ګټلی. معلولین په بد حالت کې دي."

ځیني افغانان شکایت کوي چې د ماین پاکولو د مؤسسو چارې د پخوا په شان چټکې نه‎دي.

خو د ماین پاکولو د مؤسسو مسؤلین وايي، ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دغو مؤسسو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي له همدې امله په‎کې ځنډ راغلی او اوس بیا هیلې پیدا شوي چې نړیواله ټولنه به له دغو مؤسسو سره مرستې وکړي او چارې به‌یې ګړندۍ شي.

راپور: خان محمد سیند