چارواکي: پاکستاني ملېشو پر خاص کونړ ۲۷ توغندي توغولي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو په خاص کونړ ولسوالۍ باندې ۲۷ توغندي توغولې دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال غلام فاروق پرواني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه توغندیزه حمله کې چا ته د سر اومال زیان نه دی اوښتی.

ښاغلی پرواني زیاتوي چې پاکستاني پوځیان په وقفه یي ډول ډیورند کرښې ته نېږدې سیمو باندې توغندي توغوي.

له دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د کونړ او ننګرهار ولاتیونو په بېلابېلو سیمو توغندیزې حملې کړې چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.