د ننګرهار امنیتي چارواکي: اچین کې نهه تنه داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي په اچین ولسوالۍ کې نهه تنه داعشيان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي.

دوی وايي، د پولیسو ځانګړې قطعې او محلي پولیسو تېره شپه د اچین ولسوالۍ په پيښې سیمه کې عملیات ترسره کړي.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقي وال ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي په دې عملیاتو کې نهه تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.