نیکي هیلي وايي، ولسمشر بشار الاسد یو جنګي مجرم دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، ولسمشر بشار الاسد یو جنګي مجرم دی او ټینګار کوي چې امریکا به دا ونه مني چې هغه بیا ځان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید کړي.

د بشارالاسد راتلونکې په سوریه کې د شپږکلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په مقصد د خبرو اترو په وړاندې یو خنډ پاتې شوی.

پر ۲۰۱۱ کال پخواني ولسمشر بارک اوباما وویل چې اسد باید واک پریږدي.

پر ۲۰۱۵ کال د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري وویل چې اسد باید ولاړ شي خو زیاته یې کړه چې د نوموړي د لېرې کېدو د وخت په اړه بحث کیدای شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د جمعې په ورځ وویل، د ټرمپ اداره له واکه د ولسمشر اسد د لېرې کولو سټراټیژي نه تعقیبوي او په دې توګه یې د هغو امریکايي چارواکو خبره تکرار کړه چې وايي، اوس مهال د دوی ټولې هڅې په سوریه کې د شپږ کلنې جګړې او د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ختمولو متمرکزې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسد راتلونکې به د سوریې خلک ټاکي.

خو نیکي هیلي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، اسد له اوږدې مودې راهیسې په سوریه کې د سولې د ټینګښت په وړاندې یو خنډ دی او له خپلو خلکو سره د هغه چلند زړه بوږنوونکی و.

مېرمن هیلي ټینګار وکړ چې د سوریې خلک اسد نه غواړي.