روسي چارواکي وايي چې د دې هېواد په سن پیټرسبورګ ښار کې پرونۍ چاودنه ښايې یو تروریستي عمل وي.
پرون د سن پیټرسبورګ په میټرو یا له مځکې لاندې اورګاډي کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل او ۵۱ نور يې ژوبل کړل.
د پیښې یوه عیني شاهد وايي، له چاودنې وروسته د میټرو واګونونه له لوګي ډک شول:
"اله ګوله نه شوه. هرڅه آرام او تر ادارې لاندې و. خو یوازې اورګاډی له لوګي ډک و. سا مو بندیده او نفس مو نشو ایستلای."
د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل، امنیتي ادارو ته يې امر کړی چې د دې چاودنې او تروريزم ترمنځ د اړیکې په باب پلټنه وکړي.
که څه هم د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی خو دې پیښې په مسکو او ځینو ښارونو کې د څو کاله مخکې بمي بریدونو یاد بیا تازه کړ.
له بلې خوا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په یو ټیلیفوني تماس کې د سن پیټرسبورګ د چاودنې له کبله د خپل هېواد بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې تېره شپه ناوخته خپور شو، د دې برید په وړاندې د اقدام او د عدالت منګونو ته د هغه د عاملانو په راکاږلو کې د امریکا د ملاتړ ژمنه وکړه.
بیان زیاتوي چې ټرمپ او پوتین موافقه کړ کې چې ترورېزم باید په قاطعیت سره مات شي.