د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په روان سپرلي کې به د هغو ډلو پرضد چې انقره يې تروریستان بولي، نوي پوځي عملیات وشي.
ولسمشر اردوغان ویلي، د نوي پلان له مخې د کُرد وسلهوالو د وای جي پي ډلې پرضد به چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د امریکا متحد دی، د پولي اغاړه عملیات وکړي.
خو د ترکيې ولسمشر دا ونه ویل چې د وسلهوالو ډلو پرضد دا نوي پوځي عملیات به په کومه سیمه کې ترسره کېږي.
د متحده ایالاتو دا پلان چې له ترکيې سره په ګډه به له داعشه د سوريې د رُقه ښار د بېرته نیولو عملیات وکړي وروسته ترهغې له خنډ سره مخ شو چې امریکا په دې پلان کې وای جي پي کُرد وسلهوالو ډله چې ترکیه يې تروریستي سازمان بولي، هم شامله کړه.