د اوکراین ولسمشر پرون وویل، د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف دې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو د مرستې ورکړه منظور کړه.
د پیسو نړیوال صندوق اوکراین کې د اصلاحاتو او اداري فساد پرضد د مبارزې د عملي کېدو بدل کې دې هېواد ته د ۱۷ عشاریه پینځه میلیارډ ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشينکو د دوشنبې په ورځ پر خپله فسبوک پاڼه ولیکل چې د ای ایم ایف دا مرسته په اوکراین کې د اصلاحاتو پر عملي کېدو اعتراف دی.
د پیسو نړیوال صندوق تراوسه پورې اوکراین ته د نقدي مرستې په اړه کومه تبصره نهده کړې.
اوکراین تردې وړاندې دوه ځله د پیسو له نړیوال صندوقه یو- یو میلیارد ډالر مرسته اخستې ده.
اوکراین د پیسو د نړیوال صندوق د ۱۷ عشاریه ۵ میلیارډه ډالره مرستې څخه تر اوسه څه د پاسه ۷ میلیارډه ډالر ترلاسه کړي دي.