هغه ایرانيالاصله امریکايي چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د سپکاوي او امریکا ته د جاسوسی په تور په اتلس کاله بند محکوم شوی و، په نقدي ضمانت خوشې شوی دی.
د امریکا د بشري حقونو دوه ډلو پرون وویل، روبین شاهیني په دې وروستیو کې د ۲ میلیارډه ریالو چې ۶۲ زره ډالر کېږي په ضمانت له زندانه ازاد شوی دی.
خو د بشري حقونو د دې ډلو په وینا تر اوسه دا نهده معلومه چې شاهیني به له ایرانه ووځي او کنه؟
شاهیني امریکا کې زده کړې کړي او په تېره جولايې میاشت کې هغه مهال ایراني مقاماتو ونیو کله چې نوموړي غوښتل د ایران په شمال کې له خپلې ناروغې مور کتنه وکړي.
شاهیني په ۱۹۸۸ متحده ایالاتو لاړ چې د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړي.
ایران د خپلو اتباعو دوه ګوني تابعیت نه مني او د دې هېواد وګړي یوازې ایرانیان بلل کېږي.