افغان چارواکو تائید کړه چې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست څلور غړي د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.
دوه افغان امنیتي چارواکو د نوم نهښودلو په شرط اسوشیټېد پرېس اژانس ته ویلي د پکتیکا د ملي امنیت ریاست مرستیال د هغه ډرېور او دوه نور کارکوونکي د یکشنبې په ورځ په یوه کمین کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا دا کسان هغه مهال د وسلهوالو په کمین برابر شول چې د موټرو په یوه کتار کې له غزني څخه پکتیکا ته روان وو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دا برید وسلهوالو طالبانو کړی دی.