ټاکل شوې ده د ازبکستان ولسمشر شوکت مير ضايېف سبا روسیې ته ولاړ شي.
د پوتين مطبوعاتي دفتر ويلي چې د دې دوه ورځني سفر پر مهال به ضيايېف د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم وګوري.
دا به روسيې ته د ميرضيايېف له سرپرست ولسمشر ټاکل کېدو وروسته لومړی سفر وي.
ميرضيايېف په سپتمبر میاشت کې د پخواني مستبد ولسمشر اسلام کریموف د مړينې د خبر تر اعلان وروسته د ازبکستان سرپرست ولسمشر شو.
پوتين په سپتمبر مياشت کې ازبکستان ته د سفر پر مهال له ميرضيايېف سره وکتل او د کریموف زیارت ته هم ورغلی.
روسي خبري اژانسونو نن راپور ورکړی چې ميرضيايېف هغه قانون لاسليک کړ چې له مخې به یې له روسيې سره د وسلو د پلور او ورته فعالیتونو په ګډون د نظامي تخنیکي همکاریو موافقه رسمي بڼه ومومي.