چارواکي: ارزګان کې هاوان مرمۍ لګېدو ۶ملکیان ټپیان کړي

د ارزګان روغتیايي مسؤلین وايي په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۶ ملکیان ټپيان کړي دي.

د ارزګان د ولایتي روغتون سر پرست ډاکټر ضیاءالرحمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ابردي نومي سیمې څخه ورته نن دوې ښځې او څلور نور ماشومان ور وړل شوي چې په خبره يې په یوه کور کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ټپیان شوي دي.

نوموړي وايي چې دغه پېښه نن سهار ۸ بجې رامنځته شوې خو وايي چې د ټپیانو روغتیايي حالت اوس ښه دی.

له دې سره د دغو ټپي شویو مېرمنو او ماشومانو خپلوان وايي چې دغه د هاوان مرمۍ د ملي اردو لخوا څخه توغول شوې او په کور کې لګېدلې چې دغه ۶ تنه يې ټپیان کړي دي.

دوی له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دغه پېښه وڅېړي او له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ملي اردو د څلورمې پلې لوا مسؤلین په دې اړه ناخبري ښيي او وايي چې دوی په دې اړه پلټنې کوي.

د یادونې وړ ده چې دوې ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې تر ۵ پوري ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.