د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اسټرالیا ته د ولسمشر د سفر په جریان کې به د نورو بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ هڅه وشي چې کرنیزه برخه کې د علمي او تخنیکي تجربو څخه د افغانستان د کرنې د پرمختګ لپاره ګټه واخېستل شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اسټرالیا ته د ولسمشر د سفر یو اساسي هدف د همکاریو راجلبول او د یاد هېواد هڅول دي چې د افغانستان په کرنیزه برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي وویل:
"د دغه سفر لوی هدف دا دی چې موږ له هغه تجربو چې د کرنې برخه کې اسټرالیا لري له هغه څخه ډېره زیاته ګټه واخلو او دې برخه کې اسټرالیا افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو او هم او د هغوی له علمي او تخنیکې مشورو نه ګټه واخلو."
ښاغلي مینهپال وویل چې ولسمشربه د خپل سفر په ترڅ کې له اسټرالیا سره د معدن برخه کې د سلا مشورې، علمي او تخنیکي همکاریو دوه اړخیزه اوږد مهاله تړون هم لاسلیک کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د اسټرالیا پلازمیني کانبیرا ته ورسېد او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به د دغه هېواد له صدراعظم او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې برخه کې د اسټرالیا هېواد مرسته او پانګونه ګټوره ګڼي او وایي چې د کرنې برخه کې د پرمختللو هېوادونو لږه مرسته هم هېواد کې د کرنې د ودې لامل ګرځیدلای شي.
د مسؤلینو د معلوماتو پر اساس اوس مهال افغانستان له ازبکستان، هند، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د کرنې برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.
په ورته وخت کې د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان دې ته په کتو چې اسټرالیا یو پرمختللی هېواد دی وایي چې دغه هېواد کولای شي د افغانستان سره د کرنې د پراختیا، د اوبو د زیرمو د تنظیم اود اوبو رسولو د شبکو او ظرفیت جوړونې برخه کې مرسته وکړي.
له ډلې يې محمد عارف سخي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اسټرالیا هم د کرنې برخه کې ډېر پرمختګ کړی او د زراعت ښه تخنیکي سیسټم او ماشینري لري او همدارنګه علمي او تحقیقاتي برخه کې له موږه وړاندې دی نو زما په نظر د ولسمشر دا سفر به د افغانستان د کرنې د ودې لپاره ښه پایلې ولري، اسټرالیا باید د اوبو لګولو ، ضرفیت سازۍ او د زراعت برخه کې بنسټیزه همکاري وکړي."
ښاغلي سخي وویل چې افغانستان کې د کروندګرو کرنیز مهارتونه، معشیتیي او د نورو هېوادونو په پرتله ساده او سنتي دي.
نوموړې وویل، افغان حکومت باید د ظرفیت لوړونې ترڅنګ هڅه وکړې چې د نورو پرمختللو هېوادونو څخه د حمل نقل لپاره عصري وسایل، تقسیم بندي او با کیفیته تخمونه او سرې د بزګرانو په واک کې ورکړي څو د کرنې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي.
راپور : اکرام الله اکرام