فیصل: ځینې وزارتونو ته به کاندید وزیران ژر غوره شي

افغان حکومت وايي، د هغو وزارتونو لپاره به ډېر ژر کاندید وزیران غوره شي چې دا مهال د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه بحثونه روان دي خو جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې ولسي جرګې د افغان کابینې ۷ وزیران د پراختیايي بوديجې د نه مصرف له کبله بې واکه کړل خو تر اوسه سترې محکمې په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

په ورته وخت کې څلور نور وزارتونه هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.