غور کې به ډېر ژر د لبنیاتو یوه فابریکه په کار پیل وکړي

په پام کې ده ډېر ژر به په غور ولایت کې د لبنیاتو یوه فابریکه په کار پیل وکړي.

د غور ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب طیب د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې فابریکې ټولې چارې بشپړې شوي او په پرانېستو سره به په یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

طیب وايي، د لبنیاتو فابریکې په فعالیت سره به د غور د اوسیدونکو د اړتیا وړ خوراکي مواد او اقتصادي ستونزې حل شي.

دغه فابریکه د غور د کرنې ریاست په مالي مرسته جوړه شوې ده.