شکیب: مسکو غونډه د افغان سولې پروسې سره مرسته کولای شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو ناسته په افغانستان کې د سولې د بهیر بدیل نه شي کېدای خو د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به د مسکو په ناسته کې له مشخصې اجنډا سره ګډون وکړي:

"د مسکو په څېر ناستې نه شي کولای چې د سولې د بهیر چې تر دې دمه د افغانانو په مشرۍ د مشروع حکومت له لورې مخ ته وړل شوی ځای ونیسي خو له دې پروسې سره مرسته کولای شي."

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته چې د ۱۱ هېوادونو استازي پکې ګډون کوي ۱۰ ورځۍ وروسته په مسکو کې جوړېږي.