سرچینه: د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال وژل شوی

د پکتیکا یوه امنیتي سرچینه وايي د دغه ولایت د ملي امنیت مرستیال د وسله والو طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.

دغه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل برید تېره شپه ناوخته د پکتیکا او غزني ولایتونو ترمنځ د اندړ ولسوالۍ په چهاردېوال سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

نوموړی وايي، په دغه برید کې د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال عبدلوهاب، د دغه ریاست دوه تنه نور کارمندان او د دوی یو ساتونکی وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل ازادي راډیو ته پېښه تائيد کړې او ویلي دي چې په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي چې دوه يې د ملي اردو سرتېري او دوه نور يې د پکتیکا د امنیت کارکونکي دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی.