ویسي: اسټرالیا سره د کانونو برخه کې ۲ تړونونه لاسلیک کېږي

افغان ولسمشر د اسټرلیا د لومړي وزیر او د دغه هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره ګوري.

په اسټرلیا کې د افغانستان سفیر وحید ویسي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ليدونو په پایله کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې به د همکارۍ دوه، اوږد مهاله تفاهم لیکونه لاسلیک شي.

ښاغلي غني لا تر اوسه د خپل سفر په ترڅ کې د اسټرلیا سکرتر جنرال پیتر کاسګروف سره لیدلي دي.