د ننګرهار امنیتي چارواکي دغه ولایت کې د ۲۷ داعشیانو د وژلو خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وايي چې یاد داعشیان د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
د ښاغلي مشرقيوال په خبره د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د داعشیانو یا د اسلامي دولت نومې ډلې یوه اندازه مهمات او وسلې هم لهمنځه تللې دي.
داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.