د ازادي راډیو د ارمنستان څانګې پر خبريال سیساک ګابریلیان پرون یکشنبه حمله وشوه.
سیساک ګابریلیان د ارمنستان په پارلماني انتخاباتو کې د رأیو د خرڅېدو د ادعاوو په اړه پر څېړنیز رپوټ کار کاوه.
حمله د انتخاباتو تر پیل څو ساعته وروسته شوې ده.
حمله تر هغه وروسته وشوه چې یو شمېر رأی ورکوونکي د یرووان په کوند سیمه کې د حاکم جمهوري غوښتونکي ګوند له انتخاباتي دفترونو له پیسو سره راووتل.