د روسیې پولیسو پرون یکشنبه په مسکو کې لږ تر لږه ۳۱ مظاهره کوونکي ونیول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په هغه هېواد کې تر زرو زیات مظاهره کوونکي ونیول چې د کرملېن د لوی منتقد او د اداري فساد پر ضد سیاسي فعال الکسي ناوالني رابللي وو.
د مسکو د پولیسو یوه ویاند ویلي چې ۳۱ تنهیې په مسکو کې د غیر قانوني مظاهرې او د عامه نظم د خرابولو په تور نیولي دي.
دې سرچینې ویلي چې نیول شوي کسان ټول د پولیسو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
په روسیه کې پرون یو پېژندل شوی فعال اېلدار دادین چې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مخ تهیې په یوازیتوب، اعتصاب کړی و، ونیول شو.