د ترکیې ولسمشر اروپايي اتحادیه د صلیبیانو ائتلاف وباله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون یکشنبه اروپايي اتحادیه د صلیبیانو ائتلاف وبلله او ویې‌ویل چې د ترکیې د غړیتوب د منلو برخه کې یې له ډېرو کلونو راهیسې دروغ ویلي دي.

د ترکیې خلک به د اپرېل په ۱۶مه د هغه هېواد د اساسي قانون د تعدیل په اړه په ټولپوښتنه کې ګډون وکړي.

د تعدیل پر اساس به د ترکیې د صدراعظم واک کم او د ولسمشر صلاحیتونه زیات شي.

که دا تعدیل ومنل شي، ولسمشر به د کابینې د وزیرانو په ګډون په لوړو حکومتي څوکیو د مقرریو واک ترلاسه کړي.

د ترکیې ولسمشر پرون انقره کې د وینا پر مهال وویل:

"تاسو پوهېږئ چې اروپايي اتحادیې ولې په ۵۴ کلونو کې د ترکیې غړیتوب نه‌دی منلی؟ زه‌یې واضح درته وایم، دا اتحادیه له هره اړخه د صلیبیانو یو ائتلاف دی."

اردوغان زیاته کړه چې د اروپايي اتحادیې په اړه کړې خبرې یې رښتیا ثابتې شوي او اروپايي اتحادیې په تېرو ۱۴ کلونو کې ترکیې ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب ورکولو په اړه دروغ ورته ویلي دي.

ترکیې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې اروپايي اتحادیې ته د ورګډېدو لپاره رسمي خبرې پیل کړې خو د قبرس د لانجې او په ترکیه کې د بشري حقونو د وضعیت له امله بې‌پایلې پاتې شوې.