د ننګرهار په سره رود "سرخ رود" ولسوالۍ کې خلکو ته د ۸۰ زره پشهخانو وېش پیل شو.
د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي، د دې کار هدف سیمه کې د ملاریا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پرون دوشنبه سرخ رود کې د پشهخانو د وېش له پیل سره سم خلکو ته سپارښتنه وکړه چې سم کار ورڅخه واخلي.
ټاکل شوې چې سږ کال ننګرهار کې د ملاریا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هغه ولایت په ۱۶ ولسوالیو کې لږ تر لږه شپږ نیم لکه پشهخانې پر خلکو ووېشل شي.
د هوا له ګرمېدو سره ننګرهار کې هر کال لسګونه تنه د ملاریا په ناروغۍ اخته کېږي.