د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن دوشنبه د اسټرالیا له دولت سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني به د اسټرالیا له چارواکو سره د اقتصادي همکاریو مهمې موافقې هم وکړي.
خو د دې موافقو نور جزئیاتیې نهدي څرګند کړي.
ښاغلی غني پرون د اسټرالیا پلازمېنې کانبرا ته ورسېد.
هغه به سبا په اسټرالیا کې له یو شمېر مېشت افغانانو سره هم وګوري. د افغانستان ولسمشر وروسته سنګاپور او اندونیزیا ته ځي.