له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر نن دوشنبه بیا پیلېږي

له پاکستانه د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو بهیر به نن دوشنبه بیا پیل شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پېښور ته نېږدې په څمکنیو کې یو مرکز جوړ کړی چې افغانستان ته ستنېدونکي خلک ثبتوي.

د ملګرو ملتونو دا اداره هر افغان کډوال ته د ستنېدو لپاره ۲۰۰ امريکايي ډالر او خوراکي مواد ورکوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند د پاکستان ډېلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې تېر کال ۳۸۰ زره راجسټر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو له جبري ستنولو ډډه وکړي.