ننګرهار کې د داعش له‌خوا د ۱۲ برمته شویو نه ۴ تنه راخوشې شوي

په ننګرهار کې داعش سره د برمته شویو دولسو ملکیانو نه څلور تنه راخوشې شوي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، داعش وسله‌والو تېره ورځ دولس تنه ملکی وګړي د هسکې مېنې ولسوالۍ د سنځلۍ، چروازۍ او رودخانې له سیمو څخه بیولي وو چې د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي په خبره د نیول شویو کسانو څخه څلور تنه راخوشې شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل نیول شوي کسان ټول بزګران دي او په دې خاطر يې نیولي چې دوی ولې پر خپلو کروندو کوکنار کرلي.

له دې وړاندې داعش وسله‌والو خلکو ته ګواښ کړی و چې په خپلو کروندو کې دې کوکنار نه‌کري.