د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوه دولتي هيئت په مشرۍ د اسټراليا پلازمېنې ته ورسېد.
دى به د دغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخيزو همکاريو خبرې وکړي.
ولسمشر به اندونيزيا او سنګاپور ته هم لاړ شي.
د جمهوري رياست اعلاميه وايي، ولسمشر به په اسټراليا کې له مېشتو افغانانو سره هم وګوري.