په صربيا کې خلک نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله رأيه کاروي.
داسې ښکاري چې صدراعظم الکساندر ووچيچ به د دغو انتخاباتو په نتيجه کې ګټونکى شي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد هڅه کوي چې د خپلو اروپايي اهدافو او له روسيې سره په خپلو اړيکو کې توازن وساتي.
د بلګراد اوسېدونکي دراګوليوب ژيوانوويچ رويټرز اژانس ته وويل، دوى د دغو ټاکنو په نتيجه کې د بدلون په تمه دي.
ښاغلی ژيوانوويچ زیاتوي:
"هر څوک چې واک ته رسېږي بايد ځوانانو ته ډېر پام واړوي، موږ کافي تقاعد شوي کسان وينو چې ګوندونهيې سره بدل-رابدل کړي، خو بيا هم په لېستونو کې د همدو کسانو نومونه وينو."
۴۷ کلن الکساندر ووچيچ تمه لري چې د دغو انتخاباتو څه باندې ۵٠ فيصده رأيې خپلې او په دې توګه د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره وګټي.
زياتې نظرپوښتنې ښيي چې ووچيچ ښايي د اپوزېسيون په وړاندې چې سره وېشل شوى، په اسانۍ بريا خپله کړي.
که چېرې دى د ټاکنو په اول پړاو کې د اکثريت رأيو په خپلولو بريالى نهشي، ښايي دوه اوونۍ وروسته دوهم ځلي انتخابات وشي.