د روسيې يوې ورځپاڼې راپور ورکړى چې په چيچېنيا کې چارواکي همجنسبازان نيسي او هغوی وژني.
نوايا ګازيتا ورځپانې پرون د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړ چې په چيچېنيا کې په وروستيو ورځو کې تر سلو زيات همجنسبازان نيول شوي او درې تنه وژل شوي دي.
ورځپاڼې د سرچينو نومونه نهدي اخيستي خو راپور يې ورکړى چې د همجنسبازو نارينهو په اړه معلومات د کورنيو چارو وزارت، د امنيتي خدماتو د فدرال ادارې او نورو بنسټونو سرچينو تائيد کړي دي.
د چيچېنيا د جمهوريت د مشر رمضان قديروف مطبوعاتي وياند علوي کريموف دغه راپور رد کړ، هغهيې کاملاً درواغ او غلط وباله.