په امریکا کې د یوې نظرپوښتنې نتیجې ښيي چې تر نیمايي لږ زیات خلک د روسیې له حکومت سره د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د اړیکو په اړه د خپلواکو څېړنو ملاتړ کوي.
د اسوشیټېډ پرېس او د عامه چارو د تحقیقاتو د مرکز «نورک- NORC» لهخوا د نظرپوښتنې له خپرو شویو نتیجو ښکاري چې د دې موضوع په اړه د ډموکرات او جمهوریپال ګوندونو تر منځ نظرونه زیات توپیر لري.
اکثرو امریکایانو چې په دې نظرپوښتنه کې یې ګډون کړی، ویلي چې لږترلږه په یو نه یو ډول اندېښمن دي چې احتمالاً د ټرمپ کمپاین د روسیې له حکومت سره نامناسب تماسونه لرل.
خو تر نیمايي لږ ډېرو ویلي چې دوی په دې برخه کې ډېر اندېښمن دي.
په سلو کې ۵۲ پوښتل شویو امریکایانو د دې مسئلې په اړه د خپلواکو تحقیقاتو پلوي کړې خو په سلو کې ۲۳ نورو یې مخالفت کړی دی.