فضلي: د هېواد د کرکټ دوه ستوري هند ته روان شوي

د افغانستان د کرکټ دوه مهم لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان چې د هند د پریمرلیګ د لوبو لپاره د حیدراباد د لوبډلې له خوا پیرل شوي دي، هند ته پر لاره دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال مشر عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل، په IPL کې د لوبو پرمهال په ملي لوبډله کې د دوی پر ځای بل څوک نه غوره کېږي ځکه افغانستان له ویست انډیز سره د لوبې تر وخته بله مهمه نړیواله سیالي نه لري.

ښاغلي فضلي له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې تائید کړه چې د هېواد د کرکټ دوه ستوري هند ته روان شوي دي:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کرکټ بورډ له مرستیال مشر عزیزالله فضلي سره مرکه.