د افغانستان مشرانو جرګه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه د ولسوالیو او ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو د نېټې د ژر تر ژره اعلان غوښتنه کوي.
د دغې جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل افغان حکومت ته په کار ده چې نور امتیازي دورې ته د پای ټکی کېږدي او واقعي ولسواکي عملي کړي.
نوموړي وویل په امتیازي تقنیني کال کې د ملي شورا پاتې کېدل شرم دی او باید د انتخاباتو کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره بنسټیز کارونه روان دي خو دا مهالیې نیټه نهشي اعلانولای.