افغان حکومت په مسکو کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکې ناسته کې د خپل پلاوي د ګډون خبر ورکوي.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي وايي، دا پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال تر کچې چارواکي پهکې دي د روسیې په ناسته کې به د ګډون په موخه مسکو ته ولاړ شي.
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني ویلي وو تر هغې به په دغې ناسته کې د ګډون یا نهګډون پرېکړه ونهکړي تر څو چې په دې اړه ورسره ټول معلومات شریک نهشي.
ټاکل شوې چې د روانې حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه روسیه د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو تر منځ د سولې په اړه د ناستې کوربه وي.
په دې ناسته کې افغانستان، پاکستان، ایران، هند، چین او یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.